فيض اباد دهرنا کيس معامله، تحقيقاتو لپاره جوړ شوي انکوائري کميشن پخواني وزيراعظم شهباز شريف دريمه جنورې باندې طلب کړے، انکوائري کميشن به خپل رپورټ په دوويشتمه جنورې سپريم کورټ کښې وړاندې کوي.
ذرائعو تر مخه انکوئري کميشن شهباز شريف د بيان قلمبند کولو لپاره طلب کړے ، کميشن شهباز شريف د پنجاب پخواني وزير اعلي په توګه طلب کړي،انکوائري کميشن به خپل رپورټ په دوويشتمه جنورې سپريم کورټ ته وړاندې کوي ،
په ډاګه دي وي چي وفاقي حکومت په نومبر کال ديرويشتم کښي د فيض آباد دهرنا کيس کښي د سپريم کورټ فيصلي عملي کولو لپاره درې کسيزه انکوائري کميشن تشکيل کړي وو.