د اسلام آباد په ترلائي سيمه کښې امام بارګاه ګيټ سره خودکش حمله شوې ، ضلعي انتظاميې مطابق چاودنه کښې يو ديرش کسان پحق رسيدلي او يو سل، نهه شپيتۀ ژوبل شويدي، ټول هسپتالونو کښې هنګامي حالت نافذکړې شوې ، پوليس وئيلي چې حمله آورد جمعې مونځ دوران خپل ځان اولوزولې ،چاودنه دومره زوروره وه چې د خواؤشا ودانو شيشې ماتې شوي او لرې پورې ئې آواز اوريدلې شوې وو ۔
اسلام آباد پوليس وئيلي دي چې کلي واله سيمه ترلائي کښې خديجته الکُبریٰ نومې امام بارګاه کښې د جمعې مونځ په وخت خودکش حمله شويده ۔
پوليس وئيلي چې حمله کښې يو ديرش کسان شهيدان شوي او يوسل، نهه شپيتۀ نور سخت ژوبل شوي دي ۔
پوليس بيان کښې وئيلي شوي چې د فتنته الخوارج خودکش حمله آور امام بارګاه کښې داخليدو نه منع کړې شوې وو او هغۀ ځان د ګيټ مخې ته الوزولې، چې لوجې ئې لوئې ځاني زيان شويدې ۔
اسلام آباد ډپټي کمشنر وينا ده چې چاودنې نه پس د اسلام آباد ټول هسپتالونو کښې هنګامي حالت نافذ کړې شوې ،چرته چې د ژوبل کسانو علاج جاري دې ۔
انتظاميې رپورټ مطابق دا مهال پمز کښې شپيتۀ، فيډرل جنرل هسپتال کښې اووۀ ويشت، پولي کلينک کښې ديارلس او بے نظير هسپتال کښې دوه ژوبل کسانو علاج جاري دې ۔
بلخوا عيني شاهدينو وئيلي چې خودکش حمله د جمعې مونځ دوران دوئم رکعت کښې هاغه مهال شوې چې کله مونځ ګزار په سجده وو ۔
قانون نافذ کونکي ادارو او پوليس د خودکش حملې پلټنې شروع کړيدي ۔

