د انډر نائنټين ورلډکپ وړومبې سيمي فائنل کښې انګلينډ په اووۀ ويشت رنز آسټريليا ته شکست ورکړې او فائنل لپاره ئې کواليفائي کړېده، د انګلينډ دوه سوه، اتۀ اوويا رنز هدف تعاقب کښې د آسټريليا ټول ټيم اتۀ څلويښتم اوور کښې دوه سوه پنځوس رنز باندې آؤټ شوې او د فائنل زغل نه بهر شويدې ۔
د زمبابوے بلاوائيو ښار کښې لوبيدلې د انډر نائنټين ورلډ کپ اولني سيمي فائنل کښې انګلينډ ټاس ګټلو نه پس اول پخپله د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
انګلينډ ټيم مقرره اوورز کښې اووۀ وکټو په زيان دوه سوه ، اووۀ اوويا رنز جوړ کړې وو ، چې پکښې ټولو نه زيات تهامس ريو شاندار يو سل، لس او کيلب فارکنر څلويښټ رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
آسټريليا طرف نه هيډن چلر او نيډن کورے دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د آسټريليا ټول ټيم اتۀ څلويښتم اوور کښې دوه سوه، پنځوس رنز باندې آؤټ شوې او د فائنل زغل نه بهر شويدې ۔
آسټريليا لخوا کپتان اوليور پيکے آخري وخت پورې د انګلينډ د بولرز مقابله کړې او په سل رنز آؤټ شوې، نيتيش سيميول اووۀ څلويښت او آريان شرما څلور ديرش رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
انګلينډ طرف نه سيبسټيئن مورګن، جيمز مينټو، ميني لومسډن او رالفي البرټ دوه، دو وکټې اخستې وې ۔
د انګلينډ تهامس ريو ته شاندار يوسل، لس رنز جوړيدو باندې د بهترين لوبغاړي اعزاز ميلاؤ شوي، د ايونټ دوئم سيمي فائنل به سبا په هرارے کښې د افغانستان او بهارت ترمينځ لوبيږي ۔

