نن د رمضان مياشت آخري روژه ده، ټول ملک کښې به وړوکې اختر سبا ديني جوش او جذبې سره نمانځلې کيږي، دمرکزي رويت هلال کميټي دوړوکي اخترمياشت په نظر نۀ راتلو اعلان کړې وو ۔
الوداع اے ماه رمضان الوداع، سبا له ټول ملک کښې وړوکې اختر نمانځلې شي،د شوال مياشت ليدو لپاره د مرکزي او رويت هلال کميټو اجلاسونه تيره ورځ شوي وو ولې د ملک د هيڅ برخې نه مياشت ليدو شهادت نۀ وو ترلاسه شوے ۔
د پيښور قاسم علي خان جومات انتظاميې ته هم مستند او کره شهادتونه نۀ وو ميلاؤ شوي چې لوجې ئې ديرش روژې پورې کيدو نه پس اعلان شوې چې ټول ملک کښې به سبا اختر وي ۔
په خېبر پښتونخوا کښې د دوه اخترونو رواج يو وارې بيا برقرار ، مردان، بنو،رستم،خېبر،کرک،بنو باجوړ او مومندو پشمول قبائيلي ضلعو کښې نن اختر نمانځلي شي او په جوماتونو کښې د اختر د مونځونو اجتماعات شويدي ۔
پيښور او د صوبې په زياتره برخوکښې به سبا اختر نمانځلې کيږي ۔
بلخوا سعودي عرب پشمول خلیجي ملکونوکښې د وړوکي اختر وړومبې ورځ نمانځلې شوې،د سعودي په حرم شريف او مسجد نبوي (ص) پشمول نورو جوماتونو کښې د اختر د مونځونو لوئې لوئې اجتماعات شويدي ۔
دې ترڅنګ بنګله ديش،سري لنکا،بهارت، ملائشيا او انډونيشيا کښې وړوکې اختر سبا له نمانځلې شي ۔

