کوهاټ کښې د کرم صورتحال په اړه د دريو هفتو راهسې جاري جرګه ختمه شويده، د جرګې غړي ملک ثواب خان وئيلي دي چې دواړو فريق په معاهده لاس ليک کړيدي ۔
ملک ثواب خان اووئيل چې فريقينو ترمېنځ ټولې معاملې هوارې شوي، د ټولو تحفظات لرې شويدي، د معاهدې اعلان به په پېښور ګورنر هاؤس كښې كولې شي ۔
د جرګې غړو اووئیل چې فريقين به د اپيکس کميټئ د فيصلو پابند وي، چې نن د ځینو غړو د غيرحاضرۍ لوجې لاسلیک د ځنډ ښکار شوې وو ۔
بلخوا د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشير بيرسټر سيف هم تصديق کړې چې د دواړو فريقينو ترمينځ د امن لوظنامه لاس ليک شوې، په دې کېښ يو فريق څو ورځې وړاندې لاسليک کړى وو ۔
د بيرسټر سيف اووئيل چې ته نن لاسليک شويدې، چې دواړو فريقينو د بنکرونو پر ړنګولو او د درنو وسلو پر سپارلو مکمل اتفاق کړې او په لوظنامه ئې دستخط کړېدې ۔
بیرسټر سیف اووئیل چې د سولې په لاسلیک سره به د کرم اولس ته اومبارکي ورکوم او په کرم کښې به د سولې او سوکالۍ نوې دور شروع شي .
هغه دا هم اووئیل چې د سولې لاس لیک سره به ډېر زر د خلقو ژوند په بشپړه توګه بېرته اوګرځي ۔