د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د شپې ناوخته راغلې د زلزلي زورورو جهټکو تباهي خوره کړېده، زلزله کښې اتۀ سوه نه زيات کسان پحق رسيدلي او دوه زره، پنځه سوه نه زيات سخت ژوبل شويدي، مختلفو ولايتونو کښې يو شمير کورونه هم پريوتي دي ۔
کابل: د افغانستان ميډيا رپورټونو مطابق کونړ ، ننګرهار او نورستان کښې زلزلي له امله لويه تباهي شويده،ابتدائي اطلاعاتو ترمخه څه د پاسه اتۀسوه کسان پحق رسیدلی ، دوه زره ، پنځه سوه نه زيات ژوبل او ملبي لاندي ګير دي ، زیات ځانی زیان په کونړ او ننګرهار کښې شوې ریکټر سکیل باندې د زلزله شدت شپږ اعشاریه دوه ریکارډ کړې شوې ۔
د اطلاعاتو ترمخه د زلزلې لوجې د کورونو چهتونه پریوتې چې زیات مالی او ځانی زیان شوې ،د رپورټونو ترمخه په افغانستان کښې راغلی زلزلې لوجې ځاني او مالي زیان نور هم سيوا کيدو انديښنه ده ۔
په زلزله کښې ټپيان شوي کسان هسپتالونو ته منتقل کړې شوي، د حکومت لخوا نه امدادې کاروائیانې جاري دي، وئيلي کيږي چې د ملبې لاندې اوس هم په سلګاؤ کسان موجود دي ۔