پيښور پشمول د خېبر پښتونخوا په مختلفو علاقو کښې د زلزلے جهټکے محسوس شوي، زلزله پيما مرکز مطابق د زلزلے شدت پينځه اعشاريه درې ريکارډ کړې شوې ۔
د زلزله پيما مرکز مطابق د خېبر پښتونخوا په مختلفو علاقو، اسلام آباد او د ګلګت بلتستان بعضې سيمو کښې د زلزلے جهټکے محسوس شوېدي ۔
د زلزلې جهټکې پيښور، صوابې، سوات او ملاکنډ، اسلام آباد، ګلګت بلتستان کښې هم محسوس شويدي، باجوړ، چترال او مانسهره کښې هم زلزله راغلې ده ۔
زلزلې جهټکو سره خلقو کښې ويره ترهه خوره شوې، د مالي او ځاني زيان اطلاع نۀ ده ميلاؤ شوې ۔
زلزله پيما مرکز مطابق د زلزلے شدت پينځه اعشاريه درې ريکارډ شوېدې، زمکه کښې ژوروالې يوسل لس کلو ميټره او مرکز ئې د هندوکش ريجن افغانستان وو ۔