ډونلډ ټرمپ د امريکې صدر منتخب شوې، ري پبلکن اميدوار ډونلډ ټرمپ ميجک نمبر دوه سوه اويا کراس کړيدې، د هغۀ د اليکټورل ووټ شميره دوه سوه اووه اويا ته اورسيده ۔
ډيموکريټ اميدوارې تر دې دمه نتيجو کښې دوه سوه شپږويشت اليکټورل ووټ ترلاسه کړي، د امريکې فيصله کن سوئنګ رياستونو کښې د ډونلډټرمپ ته فيصله کن برتري ترلاسه ده ۔
امريکه کښې د ډونلډ ټرمپ شاندار وکټري ته غيرمسلسل ګټه وئيلي شي، ځکه چې دا اولنې صدر دې، چې دوه زره شلم کښې په اول ځل منتخب شو، دوه زره څليريشت کښې ئې اليکشن بائيلو ولې په دريم ځل ئې بيا ګټه ترلاسه کړې وي ۔
دا انتخابات د امريکې پنځوست رياستونو او کولمبيا ډسټرکټ کښې ترسره شويدي، ووټ کاسټ کوؤلو لپاره ګنړشمير کښې ووټران پولنګ سټيشنو ته راغلي وؤ ۔
ري پبلکن اميدوار ډونلډ ټرمپ او د هغۀ کورودانې منيلا ټرمپ فلوريډا کښې ووټ کاسټ کړيدې، دغه رنګ ډيموکريټ اميدوارې کملا هيرس کيليفورينا کښې ووټ کاسټ کړيدې ۔
غير حتمي نتيجو مطابق ري پبلکن اميدوار ډونلډ ټرمپ دوه سوه اووه اويا ووټونه ترلاسه کړېدې، ډيموکريټ اميدوارې کملا هيرس دوه سوه شپږويشت ووټ ترلاسه کړې، صدارتي څوکې قبضه کوؤلو لپاره يو اميدوار ته کم از کم دوه سوه اويا ووټونه ترلاسه کوؤل لازم وؤ ۔
دامريکې په انتخاباتو کښې د سوئنګ رياستونو کردار اهم ګنړلې شي، سوئنګ رياستونو کښې ډونلډ ټرمپ ته واضحه اکثريت ترلاسه شوې وؤ، جارجيا، شمالي کيرولائنا، مشي ګن، ويسکونسن او ايري زونا کښې ټرمپ غيرمعمولي ګټه ترلاسه کړې ده ۔
اليکټورل ممبران به په اولسم دسمبر رايوځائې کيږي او د راتلونکي صدر لپاره به ووټ ورکوي، په شمله جنورې به حلف برداري دستوره وي ۔