امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د ايران توانائۍ تنصيباتو باندې نور لس ورځو پورې حملې نۀ کولو اعلان کړيدې، ايران کښې دغه کاروائيانې شپږم اپريل پورې اودرولې شويدي، ټرمپ دعویٰ کړې چې دا فیصله د تهران په خواست شويده، او دا چې ايران سره مذاکرات ډير ښه انداز کښې جاري دي ۔
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ يوځل بيا ايران باندې حملو نۀ کولو کښې توسيع کړې او وئيلي دي چې د ايران د توانائۍ تنصيباتو باندې حملې مزيد لس ورځو لپاره اودرولې شويدي ،کاروائيانې به شپږم اپريل پورې نۀ کيږې ۔
امريکائي صدر دعویٰ کړې چې دا فیصله د تهران په خواست شوې، او دا چې ايران سره مذاکرات ډير ښۀ انداز کښې جاري دي ۔
ډونلډ ټرمپ مخکښې وئيلي دي چې اوسه پورې ايراني حکومت لخوا د دې خبرې تصديق نۀ دې شوې چې هغوي هم د امريکې پاليسۍ سره متفق دي ۔

