د پاکستان او بهارت ډائريکټر جنرلز ملټري آپريشنز ترمينځ په هاټ لائن رابطه شوې،سيکيورټي ذرائع وائي چې د دواړه ملکونو ترمينځ کشيدګۍ کمولو سلسله کښې براه راست مذاکرات لپاره ابتدائي رابطې جاري دي ۔
بهارتي ميډيا رپورټس کښې وئيلي شوي چې پاک بهارت ډي جي ايم اوز دواړو ملکونو ترمينځ ډز بندي برقرار ساتلو باندې اتفاق کړېدې ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې ډي جي ايم اوز ترمينځ مذاکراتو باندې هم اتفاق شوې، او بهارتي ميډيا وئيلي چې دغه مذاکرات به په دريم ملک کښې کيږي، تر دې دمه حتمي وخت او مقام په اړه فيصله نۀ ده شوې ۔
بهارتي ميډيا مخکښې وئيلي چې ملټري آپريشنز مشرانو څه قسمه کاروائي نۀ کولو او ډرون نۀ ليږلو باندې هم اتفاق کړېدې ۔
سيکيورټي ذرائعو دا رابطه د دواړه ملکونو ترمينځ مهم پيش رفت ګڼي، او وائي چې د پاک بهارت براه راست مذاکرات لپاره لار هواريږي، او دي لپاره ابتدائي رابطے هم جاري دي ۔