افغان طالبانو کالعدم ټي ټي پي ته خبردارې ورکړې چې د امیر د حکم خلاف يو ملک کښې هم جنګ کول ناجائز دي،طالب کمانډر سعيد الله سعيد وئيلي چې بيرون ملک جهاد کونکي حقيقي مجاهدين نه دي، د جهاد اجازت ورکولو اختيار د يو تن يا ډلې سره نه بلکه د رياست امير سره دې، د رياستي قيادت منع کولو باوجود پاکستان کښې کاروايانې کول نافرماني ده ۔
کابل کښې پوليس پاسنګ آوټ پريډ ته خطاب دوران د افغان طالبانو کمانډر سعيد الله سعيد پاکستان کښې ترهه ګرۍ کاروائيانو کښې ککړ کالعدم ټي ټي پي ته خبردارے ورکړې چې د امير حکم خلاف په يو ملک کښې هم جنګ کول جائز نۀ دي ۔
سعيد الله سيعد اووئيل چې د يو ځائې نه په بل ځائې حملې کونکو ته مجاهدين وئيل غلط دي، د جهاد اعلان يا اجازت ورکولو صرف د رياستي امير سره دے، د يو تن يا ګروه سره دا اختيار نيشته ۔
هغه اووئيل چې د خپل انا يا نفس خواهش په بنياد جنګ د شريعت مطابق فساد ګڼلې کيږي، دا خلق د شريعت او افغان امارات دواړو نافرمان دي ۔
بلخوا دفاعي ماهرينو وئيلي دي چې دا بيان د پاکستان داخلي سلامتيا، بيانيې او عالمي سطح باندې سفارتي موقف مضبوطوي ۔