د ډيره اسماعيل خان په کُلاچي سيمه کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع آپريشن کړې،چې پکښې اووۀ ترهه ګر وژلي شويدي، آئي ايس پي آر وئيلي چې ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې د پاک فوج نائيک ياسرخان شهيد شوې، د شهيد تعلق مردان سره ښودلې شوې، آئي ايس پي آر ترمخه وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي، دغه ترهه ګر سيمه کښې مختلفو کاروائيانو کښې ککړ وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د ډيره اسماعيل خان په کُلاچي سيمه کښې بهارتى حمايت يافته ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع کامياب آپريشن شوېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران اووۀ ترهه ګر وژلي شوي او دې دوران ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې د پاک فوج نائيک ياسر خان شهيد شوې دې ۔
آئى ايس پى آر وينا ده چې وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او بارودى مواد برآمد شوي او وژلې شوي ترهه ګر ګنړ شمير کاروائيانو کښې ککړ وو ۔
آئى ايس پى آر دا هم وئيلي چې سيمه کښې د بهارت حمايت يافته ترهه ګرو خاتمې پورې به آپريشن جاري وي ۔
آئى ايس پى آر مخکښې وئيلي چې ملک کښې دننه غيرملکى سرپرستۍ کښې تربيت کونکي ترهه ګر به ختمولې شي ، سيکيورټى فورسز او قانون نافذ کونکې ادارې به د ترهه ګرو خاتمې لپاره خپل کوششونه جاري ساتي ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف ډي آئي خان کښې اووۀ ترهه ګر وژلو باندې سيکيورټي فورسز پيشه ورانه صلاحيتونه ستائنه کړې ده ۔
وزيراعظم د ترهه ګرو په ډزو شهيد شوې نائيک ياسر خان ته خراج تحسين وړاندې کړيدې، وائي چې د پاک افواج بهادر ځوانان وطن لپاره د خپل ځان قربانۍ ورکوي، د دوي دغه قربانۍ به تل ياد ساتلې شي ۔

