باني پي ټي آئي اډياله جيل نه اسلام آباد ته منتقل کولو فيصله شويده، داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې باني تحريک انصاف ته سزااسلام آباد عدالت ورکړې،په دغه وجه د هغه اسلام آباد ته منتقل کولو فيصله شوې، د پوليس پاسنګ آؤټ پريډ دستورې ته وينا کښې محسن نقوي وئيلي چې دوه مياشتو کښې به اسلام آباد جيل مکمل کيږي او بيا به هغه منتقل کولې شي، دې جيل کښې به ټول سهوليات موجود دي ۔
اسلام آباد: د پوليس پاسنګ آوټ دستورې ته خطاب کښې داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې د وفاقي پوليس لپاره دا ډيره مهمه ورځ ده ۔
محسن نقوي اووئيل چې زمونږ سره د ترهه ګرۍ مقابلې لپاره فورس موجود نۀ وو،مونږ درې مياشتې مخکښې کورس شروع کړې وو کوم چې شپږ مياشتې وو، ولي شپه ورځ محنت لوجې درې مياشتو کښې مکمل کړې شوې دې ۔
محسن نقوي پوليس ته په ټريننګ ورکولو د افسران ستائنه کړې او وئيلي دي چې اسلام آباد کښې به د ټريننګ سکولز اَپ ګريډيشن کولو شي، د بهر نه به هم خلق دلته ټريننګ لپاره راځي ۔
د باني پي ټي آئي په اړه وزير داخله واضحه کړې چې د اسلام آباد جيل تعمير مکمل شي نو باني چيئرمين به هلته منتقل کولي شي ۔
محسن نقوي مخکښې وئيلي چې د جيل دننه ټول طبي سهوليات هم موجود دي،دوه مياشتو کښې به د اسلام آباد جيل کار سرته اورسي ، دې جيل کښې ټول طبي سهوليات موجود دي ۔

