د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي لاهور کښې د کيپټن محمد علي قريشي لواحقينو سره تعزيت کړے او دشهيد لپاره ئې فاتحه خواني هم کړيده ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ سرفراز بګټي د شهيد کېپټن محمد علي قريشي په قبر ګلدسته هم ايښودې ده ۔
ميډيا سره خبرو کښې مير سرفراز بګټي وئيلي چې د غم او درد په دې وخت کښې د خپل پنجاب روڼو سره ولاړ يو ۔
وزيراعلیٰ بلوچستان دا هم وئيلي چې رياست د مظلومانو سره ولاړ دے او دترهه ګرو سره به هيڅ رعايت نه کيږي ۔