فيلډ مارشل عاصم منير سره د چين خارجه وزير وانګ اي ليده کاتۀ کړي او ورسره ئې د شريکې دلچسپې،ترهه ګرۍ مخنيوي او د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبرې کړيدي ۔
د پاک فوج ترجمانې ادارې آئي ايس پي آر طرف نه جاري بيان ترمخه ملاقات دوران دواړو مشرانو د پاکستان او چين ترمينځ سټريټجک شراکت داري مستحکم کولو عزم کړې، د سيمې امن او استحکام لپاره مشترکه کوششونه جاري ساتلو باندې اتفاق هم شوېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې په دې ملاقات کښي علاقائي ، سيکيورټي، ترهه ګرۍ مخنيوي او د باهمي دلچسپۍ په نورو امورو د خيالونو تبادله شوې دې ۔
چيني وزير خارجه وانګ اي د پاکستان خودمختارۍ او ترقۍ لپاره د چين غير متزلزل حمايت عزم څرګند کړې ، په دغه موقع فيلډ مارشل د چين په مستقل حمايت د شکريه ادا کړې ۔