ترجمان چيني خارجه وزارت وئيلي دي چې چين، پاکستان او افغانستان غړو ارومچي کښې يوه هفته اوږد غير رسمي مذاکرات کړي، افغانستان او پاکستاني فريق د اقوام متحده منشور او پرامنه باهمي پينځه اصولو پاسدارې کولو عزم څرګند کړې، دواړه فريقين به داسې اقدامات کولو نه ډډه کوي کوم چې صورتحال نور خرابوي ۔
ارومچي: چيني خارجه وزارت ترجمان مطابق چين، پاکستان او افغانستان غړو ارومچي ښار کښې يوه هفته اوږد غير رسمي مذاکرات کړي، درې واړو ملکونو وفود کښې خارجه امور، دفاع او سيکيورټي په اړه ادارو نمائندګان شامل وو ۔
ترجمان اووئيل چې افغانستان او پاکستاني د اقوام متحده منشور او پرامنه باهمي پينځه اصولو پاسدارې کولو عزم څرګند کړېده،اختلافات زر تر زره حل کولو لپاره پرعزم دي ۔
ترجمان مخکښې وئيلي چې افغانستان،پاکستان تلعقات کښې بهترې لپاره به کار کولې شي، دواړه فريقين به داسې اقدامات کولو نه ډډا کوي کوم چې صورتحال نور خرابه وي ،دواړو فريقينو د مذاکرات د ميزبان ملک په توګه د چين ثالثۍ کوششونو او بهترين انتظامات ستائينه کړې ۔
او شکريه ئي ادا کړېده، درې واړو فريقينو د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تعلقات مسائل حل لپاره يو جامع منصوبې باندې خبري اترې جاري ساتلو او اهم و ترجيحي امور نشاندهۍ باندې اتفاق کړېدې ۔

