وزيراعلیٰ هاؤس پيښور ګرينډ جرګه، جرګه کښې قبائيلي مشرانو د حکومت نه مطالبه کړې چې په سيمه کښې دې د آپريشن په ځائې د مذاکراتو لار خپله کړې شي،مذاکراتو سره عام او بے ګناه خلق د ځاني او مالي زيان نه بچ پاتې کيديشي، قبائلي سیمو کښې فوجی آپریشن او کډې کول قبول نه دي،بلخوا وزیراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئیلي چې باجوړ کښې به د غټ آپریشن په ځائې د کالعدم تنظیمونو خلاف ټارګټډ کاروائي کولې شي ۔
پيښور: وزيراعلیٰ هاؤس پيښور کښې د باجوړ امن و امان په حواله ګرينډ جرګه شوې چې پکښې د ضم اضلاع کښې امن بحالۍ پ معامله مشاورت شويدې ۔
جرګه کښې د باجوړ او مومند قبائلي مشرانو او سياسي منتخب نمائندګانو ګڼ شمير کښې ګډون کړې دې، جرګه کښې د مشير اطلاعات بيرسټر سيف، سينيتر نورالحق قادري، چيف سيکريټري او آئي جي خېبر پښتونخوا پشمول متعلقه کمشنرانو ،ډپټ کمشنرانو او نور پوليس چارواکو هم شريک وو ۔
د ګرينډ جرګې نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې قبائلي مشرانو د صوبائي حکومت نه مطالبات کړې چې پکښې وئيلي شوي چې مونږ امن ګواړو، حکومت دې زمونږ سيمو کښې امن بحال کړي، مونږ هر قسمه مرستو او ملاتړ ته تيار يو ۔
قبائلي مشرانو خپلو تجاويز کښې وئيلي چې قبائلي خلق ترهه ګرۍ خلاف متحد دي، او ټول ترهه ګر زمونږ په شريکه دښمنانان دي ۔
قبائلي مشرانو اووئيل چې مونږ ته خپلو سيمو کښې آپريشن کول بالکل قبول نۀ دې، او نۀ مونږ د آپريشن نه پس کډې کولو ته تيار يو ۔
دوي مخکښې اووئيل چې سيمې نه د ترهه ګرو مستقل خاتمې لپاره دې وفاقي او صوبائي حکومتونو ،قبائلي عمائدينو پشمول ټول سټيک هولډرز باندې مشتمل وسيع البنياد او بااختياره جرګه اوټاکلې شي چې افغان حکومت او اولس سره بامقصده مذاکرات اوکړي ۔
د قبائلي مشرانو وينا وه چې د مقامي جرګو کوششونه د ستائنې وړ دي، او دا کوششونه دې نور بامقصده جوړ کړې شي چې د دې غوره نتيجه بيا نورو سيمو لپاره هم فائده ناکه ثابته شي ۔