د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علی امین ګنډاپور د اسلام آباد نه وزیر اعلیٰ هاؤس پیښور ته رسیدلې، او د ي ټي آئي صوبائي قیادت ئې اسلام آباد کښې د شوې سرکاري اعلیٰ چارواکو سره ملاقاتونو نه خبر کړېدې ۔
بيګا ناوخته اسلام آباد کښې د پارلیمنټ هاؤس نه بهر د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر پشمول نورو مشرانو ګرفتارۍ سره سم دا ګنګوسۍ خورې شوې چې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور هم ګرفتار شوېدې ۔
اطلاعاتو لپاره د وزيراعلیٰ مشیر بیرسټر سیف هم ددې خبرې تصديق کړی وو چې وزيراعلیٰ سره رابطه منقطع شوې، امکان دې چې هغه هم نیولې شوې وي ۔
دغه رنګه شاهد خټک او نورومشرانو هم وئيلي وو وزيراعلیٰ علی امین ګنډاپور ګرفتار کړې شويدې ۔
دوي وئيلي وو چې څو ګهنټو راهسې علي امين ګنډاپور او د هغه نور سټاف سره رابطه نۀ کيږې ۔
ذرائعو وئيلي چې وزيراعلیٰ نن سحر وختي څلور بجو په وخت د اسلام آباد نه روان شووو او د پيښور وزيراعلیٰ هاؤس ته رسيدلې دې ، چې ورسره دغه ټولو ګنګوسې ختم شويدي ۔
وئیلی کیږی چې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور ته اسلام آباد کښې سرکاري اعلیٰ چارواکو د چائے دعوت ورکړې وو۔
ذرائعو وئيلي چې په دې موقع د وزيراعلیٰ او اسلام آباد کښې د سرکاري اعلیٰ چارواکو ترمينځ پنځه ګهنټو نه سيوا وخت پورې په مختلفو معاملو خبرې شوي او اهم فيصلې هم شويدي ۔