ډهاکه: (ويب ډيسک) بنګله ديش کښې د تير څو ورځو راهسې د کوټه سسټم خلاف مظاهرے جاري وې او مظاهرچيانو نن نه د مارچ اعلان کړے وو ۔
په زرګونو طلبا د حسينه واجد کور مخې ته جمع شوي وو، ولې ورستو دغه مظاهرين د حسينه واجد کور ته داخل شول، توړ پهوړ ئې کړې او قيمتي سامان ئې هم تښتولې دې ۔
رپورټس ترمخه د حالات بے قانو کيدو ورستو د بنګله ديش آرمي چيف وزيراعظمې حسينه واجد ته د استعفا لپاره لږ وخت ورکړې وو۔
د آرمي چيف د مهلت نه پس وزيراعظمې حسينه واجد مستعفي شوې او د خپل رهائش ګاه نه بهارت ته جلاوطنۍ باندې مجبوره شويده ۔
د حسينه واجد استعفا ورستو مظاهرينو جشن نمانځلې او د شُکرانې نفلونه ئې ادا کړيدي ۔
وئيلي کيږي چي دې دوران حسينه واجد تقرير ريکارډ کول هم غوښتل ولې هغې ته دا موقع ميلاو نه شوه او بهارت ته روانه شوه ۔
د حسينه واجد استعفا او جلا وطنۍ ورستو د بنګله ديش آرمي چيف وقار الزمان قوم ته خطاب کړے او د حکومتي سربراه مستعفي کيدو تصديق ئې کړېدې ۔
آرمي چيف وقار الزمان بنګله ديش کښې د عبوري حکومت جوړولو اعلان کړې او وئيلي دي چې د سياسي جماعتونو سره مشاورت وروستو دا فيصله شوې چې ملک کښې به مخلوط حکومت جوړولې شي ۔
د بنګله ديش آرمي چيف وئيلي چې اولس دې په فوج يقين ساتي، د عوام ټول مطالبات به منلې شي، حالات به په معمول راوستلے شي او مظاهرين دې خپل احتجاج په فوري توګه ختم کړي ۔
بنګله ديشي ميډيا رپورټس مطابق تير يو مياشت نه جاري انښتو کښې څوارلس پوليس افسرانو پشمول درې سوه پورې مظاهرچيان مړۀ شويدي ۔
وئيلي کيږې چې د سرښار ډهاکه پشمول ټول لوئې ښارونو کښې نامعلومه وخت پورې کرفيو هم نافذ ده ۔
ياده دې وي چې بنګله ديش کښې کال نولس سوه يو اوويايم جنګ کښې برخه اخستونکو کسانو بچو ته سرکاري نوکرو کښې ديرش فيصده کوټه ورکړے شوې وه ۔
دغه کوټې خلاف تير څو هفتو راهسې طلبا په سړکونو راتلي وو او مطالبه ئې کولو چې د سرکاري ملازمينو لپاره دې دا کوټه سسټم ختم کړے شي ۔
د مظاهرو ورستو سپريم کورټ دا کوټه سسټم ختم کړې وو، ولې طلبا خپل ملګرو ته انصاف نه ميلاويدو باندې احتجاج جاري اوساتلو او د سول نافرمانۍ کال ئې هم ورکړو ، د کوم ورستو چې دې مظاهرو نور شدت اختيار کړې وو ۔
شېخ حسينه واجد د شيخ مجيب الرحمان لور ده، هغې په بنګله ديش تقريبا شپاړس کاله حکومت کړېدې ۔
روان کال هغه په څلورم ځل د بنګله ديش وزيراعظمه منتخب شوې وه، ولې په هغې باندې د خپل سياسي مخالفينو پرضد کاروايانو الزامات هم لګيدلي وو ۔
نيزدې وخت کښې شيخ حسينه واجد په جماعت اسلامي بنديز هم لګولې وو ۔