د بلوچ يکجهتي کمیټۍ لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې حکومت زمونږ ټولې مطالبې منلي دي ۔
دوي اووئيل چې د غوښتنو منلو نه پس مونږ دهرنا ختمولو اعلان کړېدې ۔
بلوچ يکجهتي کميټۍ طرف نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې که چرې حکومت زمونږ په يو غوښتنه هم عمل اونکړو نو دهرنا به دوباره شروع کولې شي ۔
دوي مخکښې وئيلي چې د تربت په غونډه کښې به د راتلونکې لپاره لائحه عمل پرېکړه کولې شي ۔
د ګوادر ضلعي انتظاميې وئيلي چې د بلوچ يکجهتي کميټۍ غوښتنې به عملي کولې شي ۔
ضلعي انتظاميې مطابق د بلوچستان نه نيولي شوي کارکنان خوشي کړي شوي دي ۔ او دې لړ کښې درج شوي د ټولې مقدمې هم ختم خړې شويدي ۔