د باجوړ په خار تحصيل کښې کرکټ ګراؤنډ کښې بمي چاؤدنه شوې، چاؤدنه کښې يو کس پحق رسېدلې او يوماشوم ژوبل شويدې، سيکيورټي فورسز چاؤدنې وروستو دغه علاقه په خپله ولقه کښې اخيستې او چاؤدنې په اړۀ ئې نورې پلټنې شروع کړېدي ۔
باجوړ: پوليس ترمخه د خيبر پښتونخوا باجوړضلعې خار تحصيل کښې د کوثر کرکټ ګراؤنډ کښې ميچ دوران بمي چاؤدنه شوېده، چاؤدنې په نيتجه کښې الغاؤ تلغاؤ شوېدې ۔
پوليس وائي چې بمي چاؤدنه کښې يو کس پحق رسېدلې دې او يوماشوم ژوبل شويدې، مړې د ضابطه کارروائي لپاره او ژوبل ماشوم د علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړې شويدي، چاؤديدونکي مواد په ګرؤنډ کښې نصب کړې شوي وو ۔
پوليس زياتوي چي سيکيورټي فورسز د چاؤدنې وروستو دغه علاقه په خپله ولقه کښې اخيستې او لټوني عمليات ئې پيل کړيدي ۔
چاودنه کښې پحق رسيدلې کس شناخت فضل الله په نوم شوې دې ۔