د آسټريليا سډني ښار کښې لوبيدلې دوئم ټي ټوينټي ميچ کښې کوربه ټيم ټاس ګټلې وو او اول ئې د بيټنګ کولو فيصله کړې وه ۔
آسټريليا مقرره اوورونو کښې نهه وکټو په زيان يو سل اووه څلويښت رنز جوړ کړې وو چې پکښې ټولو نه زيات ميتهيو شارټ دوه ديرش او ايرون هارډي اته ويشت رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
پاکستان طرف نه حارث رؤف څلور، عباس آفريدي درې او سفيان مقيم دوه وکټې اخستې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې قامي ټيم آخري اوور کښې يو سل څلور ديرش باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه عثمان خان دوه پنځوس، عرفان خان اووه ديرش، محمد رضوان شپاړس رنز باندې آؤټ شوي وو، بابراعظم درې، صاحبزاده فرحان پنځه، سلمان آغا صفر او عباس آفريدي څلور رنز جوړ کړي وو۔
آسټريليا طرف نه سپنسر جانسن پنځه وکټې اخستي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
ميچ ګټلو سره آسټريليا ته د درې ميچونو سيريز کښې دوه صفر سره فيصله کن برتري ترلاسه شوې ده، دې نه وړاندې اولنې ميچ هم آسټريليا ګټلې وو ۔
د پاکستان او آسټريليا ترمينځ د سيريز دريم او آخري ميچ به د ګل په ورځ هوبارټ کښې لوبيږي ۔