د باجوړ په کوهي سر علاقه کښې د پوليس په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې، پوليس وئيلي چې حمله کښې يو عام تن شهيد شوې او دوه پوليس اهلکار او د سکول څوکيدار ژوبل شويدي،د حملې وروستو سيکيورټي اهلکارو سيمه کښې د شرخوښو خلاف سرچ آپريشن شروع کړېدې ۔
باجوړ: د ډیسټرکټ پولیس افسر باجوړ وقاص رفیق وینا تر مخه تیره شپه د برنګ په کوهې نومې علاقه کښې د باجوړ پوليس په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې ۔
ډي پي او باجوړ وئيلي دي چې د پوليس چمتو ځوانانو بهادرۍ سره جواب کاروائي کړې او د ترهه ګرو دغه حمله ئې ناکامه کړې ده ۔
د ډیسټرکټ پولیس باجوړ وقاص رفیق ده وینا ترمخه په حمله کې درې تنان پوليس کانسټبل سلمان ،پولیس کانسټبل ساز محمود او یو چوکیدار زخميان شوې او نسيم نومې يو عام وګړې شهيد شويدې ۔
ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړې شوي او دا وخت ېې په هیډکواټر هسپتال خار کښې علاج معالجه راوانه ده، حالت ئې د خطرې نه بهر دې ۔

