د بلوچستان نصير آباد سيمه کښې نامعلومه وسله والو په جعفر ايکسپرس باندې راکټ لانچرو سره حملې کوشش کړې، سرچينې وائي چې حمله کښې ټرين کښې سوارۀ مسافرو او عمله ته زيان نۀ دې رسېدلې، د سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې حمله کونکي په تيښته کښې بريالي شوې، بلخوا نصيرآباد بازار کښې په پوليس موبائل لاسي بم سره حمله شوې، چې پکښې درې پوليس اهلکارانو پشمول ديارلس کسان ژوبل شوي ۔
د بلوچستان سيمې نصيرآباد نوتل تهاڼې په حدودو کښې نامعلومه وسله والو په جعفر ايکسپرس ډزې کړ او راکټ لانچرو سره حملې کوشش ئې هم کړېدې، حمله کښې ټرين کښې سوارۀ مسافر او عملې ته زيان نۀ دې رسېدلې ۔
سرچينو مخکښې وئيلي چې سيکيورټي فورسز لطرفه جوابي کاروائۍ وروستو حمله کونکي په تيښته کښې بريالي شويدي، د حملې وروستو جعفر ايکسپرس ډيره مراد جمالي ته رسولې شوېدې ۔
بلخوا د نصير آباد بازار کښې نامعلومه کسانو په پوليس موبائل لاسي بم سره حمله کړې، حمله کښې درې پوليس اهلکارانو پشمول ديارلس کسان ژوبل شويدي ۔
ذرائعو ترمخه ژوبل شوي کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي، ژوبل شوي کسان علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړې شوي دي ۔

