د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ په افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې، وائي چې آپريشن غضب للحق دوران ترهه ګرو ته لوئې زيان اوړيدلې، تردې دمه پنځه سوه، اووۀ ويشت ترهه ګر وژلي شوي، اووۀ سوه ، پنځه پنځوس ژوبل شويدي، کاروائيانو دوران دوه سوه، اووۀ ويشت چيک پوسټونه هم تباه کړې شوي، او اتۀ ديرش پوسټونه قبضه کښې اخستې شويدي ، دې دوران دوه سوه، پنځوس ټينکونه ،بکتر بند ګاډي او نوره وسله هم تباه کړې شويده ۔
اسلام آباد: وفاقي وزير اطلاعات عطا تارړ د افغان طالبانو او ترهه ګرو خلاف د آپريشن غضب للحق تازه تفصيلات جاري کړې دي ۔
عطا تارر اووئيل چې آپريشن غضب للحق کښې د کاروئيانو دوران افغان طالبانو ته لوئې نقصان اوړېدلې دې، تر اوسه پورې کارروائيانو کښې د افغان طالبانو پينځه سوه اوويشت اهلکار وژلي شوي او اوو سوه پينځه پينځوس نه سيوا ژوبل شويدي ۔
هغه اوئيل چې د کارروائيانو په نتيجه کښې د افغان طالبانو دوه سوه اوو ديرش چيک پوسټونه تباه کړي شوي او اتۀ ديرش باندې پاک فوج قبضه هم کړېده، فضائي کاروائۍ کښې د افغان طالبانو دوه سوه پينځه ټينکونه، بکتر بند ګاډي او آرټلري ګنز هم تباه کړيدي ۔
وزير اطلاعات دا هم اووئيل چې فضائي کاروائيانو کښې ټول افغانستان کښې دوه شپيته مختلف مقامات موثر طريقے سره په نښه کړې شويدي، چرته چې د ترهه ګرو ټهکانړو او عسکري تنصيبات ته نقصان رسېدلې دې ۔
سيکيورټي سرچينو مطابق کارروائي دوران افغان طالبانو خپل پوسټونو نه تښتيدلي دي، د اهداف حصول پورې به آپريشن غضب للحق روان دي ۔

