پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي چې نن په اول ځل ګورنر هاوؤس پيښور کښې آل پارټیز کنفرنس کیږي او تر دې دمه 16 سیاسي ګوندونو په دې اے پي سي کښې د ګډون یقین دهاني کړې ده ۔
هغه اووئيل چې کُل جماعت کانفرنس به نن سحر لس بجے شروع کيږي او ختميدو وروستو به د دې اعلاميه هم جاري کولې شي ۔
د کُل جماعتي غونډې په اړه خپل خصوصي پيغام کښې ګورنر خيبرپښتونخوا وئيلي دي چې د ټولو سياسي پارټو مشرانو سره مې اے پي سي کښې شرکت لپاره پخپله رابطه کړي ده، پخواني وزيراعلیٰ پرويزخټک ته مې هم د ګډون بلنه ورکړې ده ، طمع ده چې ټول سياسي ګوندونه به دې اهمه غونډه کښې ضرور ګډون کوي ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې د اے پي سي په معامله مې سپيکر صوبائي اسمبلۍ سره هم رابطه کړې ده، اے پي سي د صوبې د امن قائمولو، ستونزو او حقونو لپاره رابللې شوېده ۔
ګورنر اووئيل چې نن به په اے پي سي کښې د صوبايي حکومت په کارکردګۍ هم غور کيږي چې په کرم کښې يوه غمجنه پيښه رامخې ته شوې وه خو د مخنيوي لپاره ئې په صوبايي اسمبلۍ کښې هيڅ بحث نه دې شوې، کومه چې د افسوس وړ خبره ده ۔
بل اړخ ته پي ټي آئي د ګورنر فيصل کريم کنډي په اے پي سي کښې د ګډون نه کولو اعلان کړې دې، د پي ټي آئي اطلاعاتو سيکرټري شيخ وقاص اکرم وئيلي دي چې پيپلز پارټي د پي ټي آئي بنديز لګولو د ناپاکه حکومتي ايجنډا ملاتړ کوي۔
شيخ وقاص اکرم مخکښې اووئيل چې د پيپلز پارټۍ د بلوچستان اسمبلۍ نه د پي ټي آئي بندېز قرارداد په منظورۍ كښې کردار لوبولې دې٬ پيپلز پارټۍ په سندهـ كښې د پي ټي آئي کارکنان په ګرفتارولو کښې هم کردار ادا کړې ۔
شیخ وقاص اکرم اووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې پیپلز پارټي هیڅ مینډیټ نه لري او د خېبرپښتونخوا د خلقو مينډېټ د پي ټي آئي سره دې ۔
دپي ټي آئي سيکريټري اطلاعات دا هم وئيلي چې د ګورنر لخوا د خېبرپښتونخوا حکومت ته ورکړې شوې هر يو سنجيده تجويز باندې به غور کوي ۔