خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د لاهور دورے کښې پنجاب حکومت نه خفه شوې او د پنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز ته ئې خط ليکلې دې ، خط کښې وئيلي شوي چې دورے دوران چې څه شوي هغه نۀ خو انتظامي خامي وه او نۀ حادثاتي، بلکه آئيني عهده او بين الصوبائي عزت خراب کړې شوې، زما شخصيت تباه کولو کوشش کړې شوې، توقع ساتم چې مستقبل کښې به داسې رويه نه خپليږي ۔
پيښور: وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا سهيل آفريدي د پنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز په نوم خط کښې ليکلي دي چې هغه سره چې د لاهور دورے دوران څه شوي هغه په هيڅ توګه د يو عوامي نمائندے سره نشي کيدې،ما د څلور کروړه خلقو نمائندے په حيث د لاهور دوره کړېده ۔
خط کېښ وئيلي شوي چې مارکيټونه او عوامي مقامات بندولو سره د لاهور خلقو ته تکليف ورکړې شوېدې، په موټروے ريسټ ايريه هم بند ساتلې شوې وه، زما خلاف په سوشل ميديا مهم چلولې شويدې ۔
خيبر پښتونخوا وزيراعلیٰ اووئيل چې دغه ټول د منشيات سمګلنګ پورې تړلي شوي او دا د پنجاب حکومت په نګرانۍ کښې شوي، داسې رويے او انداز سره زما شخصيت تباه کولو کوشش شوې، کوم چې په هيڅ توګه نظر انداز کېدې نشي ۔
سهيل آفريدي خط کښې مخکښې ليکلي چې په انتظامي توګه داسې حربې استعمال کړې شوي د کوم مقصد چې سپکاوې کول وو ۔
خط ترمخه داسې طريقو سره د رياستي يونټس کښې هم آهنګې ختمولو کوشش کړې شوېدې، خط د لارې دا دې انداز او طريقو بهرپور احتجاج کوؤم، توقع ساتم چې مستقبل کښې به داسې طريقو نه ډډه اوکړي شي ۔

