افغانستان نه اپر دير پله د ترهه ګرو دراندازۍ يو بل کوشش ناکامه کړې شويدې، د سيکيورټي ذرائعو ترمخه د ډزو په تبادله کښې پينځه ترهه ګر وژلي شوي ، انښته کښې يو عام تن شهيد او اتۀ پوليس اهلکار ژوبل شوي دي ۔
اپر دير: سيکيورټي ذرائعو ترمخه د افغانستان نه اپر دير ته داخليدونکي د ترهه ګر ډلې کوشش د کامياب آپريشن د لارې ناکامه کړې شوې دې ۔
پوليسو او سيکيورټي فورسز په وخت کاروائۍ کښې پينځه ترهه ګر وژلي ، ترهه ګرو سره انښته کښې يو عام تن په حق رسيدلې او اتۀ پوليس اهلکار ژوبل شويدي ۔
د شهيد يار محمد جنازه پوليس هيډ کوارټر دير بالا کښې ادا شوې ، د پوليس دستي شهيد ته سلامي وړاندي کړې ده ۔
پوليس چارواکو مطابق اتۀ ژوبل پوليس اهلکار په فوري توګه اهسپتال ته منتقل کړې شويدي ، د ژوبل کسانو حالت د خطرې نه بهر ښودلې شويدې ۔
بلخوا آئي جي خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد يو بيان کښې وئيلي چې د پوليس ځوانانو حوصلې اوچتې دي او د وطن حفاظت لپاره هر وخت چمتو دي ، په کامياب آپريشن ئې امنيتي اهلکارو ته شباسې هم ورکړې دې ۔