د طالبانو د پرتشدد او غير انساني پاليسو لوجې افغانستان يو ځل بيا په نړېوال کچ د تنهائۍ ښکار شويدې، برطانيه، ترکيه او ناروے نه پس جاپان هم افغانستان کښې خپل سفارت بندولو اعلان کړېدې ، بلخوا پاکستان، امريکې، جرمني او ايران نه د افغانانو بے دخلي هم سيوا شوې، افغان چارو ماهرينو وئيلي چې طالبانو سختې پاليسيانې د افغانستان د عالمي تنهائۍ سبب جوړيږي ۔
کابل: افغان ميګزين کابل ټائمز خپل يو رپورټ کښې وئيلي چې برطانيه، ترکيه او ناروے نه پس جاپان هم يو ديرشمې جنورۍ نه افغانستان کښې خپله سفارت خانه بندولو اعلان کړېدې ۔
کابل ټائمز وئيلي چې افغانستان کښې د دغه ملکونو سفارتخانې بنديدو سره به سياسي او اقتصادي هلې ځلې هم معطل کړې شي چې ورسره به نه صرف په نړيوال کچ افغانستان د تنهائۍ ښکار شي بلکه په معاشي توګه به هم نور کمزورې شي ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې د طالبانو آمرانه پاليسو لوجې يو شمير ملکونو د افغانانو د داخلې قوانين هم نور سخت کړي، روس هم سيکيورټي انديښنو لوجې افغان مزدورانو ته خپل هيواد کښې روزګار ورکولو نه انکار کړېدې ۔
بلخوا پاکستان، امريکې، جرمني او ايران نه د افغانانو بے دخلي هم سيوا شوېده ۔
افغان چارو ماهرينو وئيلي چې طالبانو سختې پاليسيانې د افغانستان د عالمي تنهائۍ سبب جوړيږي ۔
د افغان چارو پوهانو مخکښې وئيلي چې د طالبانو د سخت دريزۍ او غير جمهوري پاليسو لوجې افغانستان په عالمي کچ يواځې کيدو انديښنه ده، کومه چې د تشويش وړ خبره ده ۔

