طورخم پوله باندې د افغان کډوالو د واپسۍ سلسله روانه ده، طورخم پولې کولاوېدو وروستو بېګاه د شپې پورې نهه زرو نه زېات افغان کډوال د قانوني کاروائۍ نه پس فرې ټرانسپورټ په ذریعه د طورخم د لارې ډي پورټ کړې شويدي ۔
طورخم: افغان کډوال تېرو بارانونو لوجې مشکلات رامخې ته شوي وو چې په سمدستي توګه وزېراعلیٰ سهيل آفريدي په خصوصي هداياتو باندې ټول انتظامات مکمل کړې شو ۔
د افغان کډوالو په واپسۍ کښې بندېز راغلې وو کوم چې افغانستانطرف نه د پاکستان په اول خان پوسټ باندې ډزې شوې وې چې لوجې ئې ېو سېکورټي اهلکار زخمي شوې وو ۔
دغه پيښې نه پس پاکستاني سېکورټي فورسز لطرفه د سيکورټي خدشاتو لوجې په عارضي توګه طورخم پوله د افغان کډوالو لپاره بنده کړې شوې وه، کومه چې تیرې ېوې هفتې مخکښې کولاو کړې شوې وه ۔
د پاکستان او افغانستان چارواکو د فلېګ مېټنګ وروستو ېو ځل بېا طورخم پوله د افغان کډوالو لپاره خلاصه کړې شوې او په روزانه ډول د افغان کډوالو ډي پورټېشن لړۍ جاري ده ۔

