نهمې مئي حملو کښې سزايافته د قامي اسمبلۍ رکن عبدالطيف چترالي هم نااهله ګرځولې شويدې ، اليکشن کميشن وئيلي چې د قامي اسمبلۍ غړې د نهمې مئي کيسونو کښې عدالت لخوا سزا اورولو نه پس نااهله کړې شويدې ۔
د اليکشن کميشن آف پاکستان لخوا جاري شوې نوټي فکيشن کېښ وئيلي شوي چې د پي ټي آئي حمايت يافته قامي اسمبلۍ رکن عبدالطيف چترالي هم ناهله ګرځولې شويدې ۔
اليکشن کميشن په دې معامله محفوظ کړې شوې فيصله اورولې او د عبدالطيف چترالي قامي اسمبلۍ حلقه اين اے ون چترال ئې خالي ګرځولې ده ۔
ياده دې وي چې نهمې مئي حملو کښې د پي ټي آئي سينيټر اعجاز چودهري، ايم اين اے محمد احمد او د پنجاب اسمبلۍ اپوزيشن ليډر احمد خان ته هم لس، لس کالو قيد سزا اورولې شوې او اليکشن کميشن لخوا هغوي هم نااهله ګرځولې شويدي ۔