د پيښور مچني ګيټ تهاڼې په حدودو تالارزئي پل سره نيزدې د نامعلومه وسله والو په ډزو پوليس اهلکار شهيد شويدې، ملزمان د پيښې نه پس په تيښته کښې کامياب شوي، بلخوا سي سي پي او پيښور د پيښې د ځائې دوره کړې او د دغه پيښې په حواله ئې زر تر زره رپورټ هم غوښتې دې ۔
پيښور: شهيد شوي پوليس اهلکار صفدر د پيښور پهاړي پوره تهاڼې انويسټي ګيشن شعبه کښې تعينات وو، د شهيد شوې پوليس اهلکار مړې موټرکار نه برآمد شويدې ۔
د پيښې نه پس پوليس افسران او تفتيشي ټيم موقعې ته رسيدلې ، اهم شواهد ئې راغونډ کړي او د پيښې په اړه ئې نور تحقيقات شروع کړي ۔
بلخوا سي سي پي او پيښور ډاکټر ميا سعيد د پيښې د ځائې دوره کړې او د دغه پيښې په حواله ئې زر تر زره رپورټ هم غوښتې دې ۔