ايشيا کپ ټي ټوينټي ټورنامنټ کښې نن د پاکستان او عمان ترمينځ ميچ لوبيږي، ميچ به پاکستاني وخت مطابق ماسخوتن اووه نيمې بجې دبئي کرکټ سټيډيم کښې شروع کيږي ۔
د ايشيا کپ ګروپ اے کښې شامل د قامي ټيم اولنې ميچ نن لوبيږي، د ګرين شرټس او عمان ترمينځ ميچ به پاکستاني وخت مطابق ماسخوتن اووه نيمې بجې دبئي کرکټ ګراؤنډ کښې شروع کيږي ۔
انټرنيشنل کرکټ ټورنامنټس کښې د پاکستان او عمان ترمينځ دا اولنې ميچ دې ۔
ګروپ اے کښې به د پاکستان دوئم ميچ د اتوار په ورځ بهارت سره وي، کوم لپاره چې مينه وال ډير په طمع ناست دي ۔
د پاکستان دريم ميچ به په اوولسم ستمبر کوربه ټيم يو اے اي سره وي ، او په شلم ستمبر به سُپر فور ميچونه شروع کيږي
ګروپ اے او بي نه به دوه ، دوه ټيمونه سُپر فور ته کواليفائي کوي، د ايونټ فائنل به اتۀ ويشتم ستمبر باندې دبئي کښې لوبيږي ۔