د چيمپيئنز ټرافي دوه زره پنځه ويشتم اهم ترين ميچ دبئي کرکټ سټيډيم کښې جاري دې، چې پکښې د بهارت خلاف پاکستان بيټنګ کوي ۔
دبئي: د قامي ټيم کپتان محمد رضوان ټاس ګټلې وو او بهارت خلاف ئې اول پخپله د بيټنګ فيصله کړې وه ، ټاس ګټلو نه پس خبرو پرمهال محمد رضوان اووئيل چې د نن ميچ کښې ټيم پاکستان کښې يوه تبديلي کړې شويده ۔
محمد رضوان اووئيل چې د انجري ښکار شوې فخر زمان په ځائې امام الحق ټيم خښې شامل کړې شوې او هغه بابراعظم اعظم سره اوپننګ کوي ۔
د قامي ټيم کپتان وينا وه چې بهارت خلاف ميچ ګټلو پورا کوشش به کوؤ، او ټورنامنټ کښې وړاندې تلو لپاره بهارت خلاف ميچ ګټل ډير ضروري دي ۔
بلخوا د بهارتي ټيم کپتان روهت شرما اووئيل چې زمونږ ټيم کښې تبديلي نۀ ده کړې شوې کوشش به کوؤ چې د پاکستان وکټې زر تر زره اوغورځوؤ او دباؤ سيوا کړو ۔
نن د دواړو ټيمونو ترمينځ زبردست مقابله متوقع ده، پاکستان لپاره خپل راتلونکي ټول ميچونو کښې ګټه ترلاسه کول لازي دي، پاکستاني ټيم اولني ميچ کښې د نيوزي لينډ ټيم نه شکست خوړلې وو، ولې بهارت خپل اولني ميچ کښې بنګله ديش ته شکست ورکړې وو ۔
که چرې پاکستان دا ميچ هم بيلو نو بيا به ورله په هوم ګراونډ د ميګا ايونټ سيمي فائنل ته کواليفائي کول ډېر زيات ګران وي ، او بهارتي ټيم ته به سيمي فائنل ته رسيدل ډير زيات آسان وي ۔
پاکستاني پلينګ اليون کښې کپتان محمد رضوان، امام الحق، بابراعظم، سلمان علي آغا،سعود شکیل، طیب طاہر، خوشدل شاہ، شاہین آفریدي، نسیم شاہ، حارث رؤف اور ابرار احمد شامل دي ۔
بھارتی پلینګ الیون میں کپتان روہت شرما، شبمن ګِل، ویرات کوہلي، شریاس آئیر، اکشر پټیل، کے ایل راہول، هاردک پانډیا، رویندر جدیجا، ہرشیت رانا، محمد شامي اور کلدیپ یادو شامل دي ۔