د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ کښې د اتحادي حکومت او پي ټي آئي ترمينځ په باقاعده ډول مذاکرات شروع شوي، او د مذاکراتي عمل اولنې پړاؤ هم ختم شويدې ۔
اسلام آباد: مذاکراتو مشري د قامي اسمبلۍ سپيکر کوي، اود اتحادي حکومت ټيم کښې عرفان صدیقی، علیم خان، اسحاق ډار، نوید قمر، راجه پرویز اشرف اور رانا ثنا اللہ شامل وو ۔
دغه شان د پي ټي آئي په ټيم کښې اسد قیصر، حامد رضا، علامہ ناصر عباس شامل وو ۔
د مذاکراتو اولني دور نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې دواړو کميټو د مذاکراتو عمل ستائلې او دا عمل ئې جاري ساتلو باندې اتفاق هم کړېدې ۔
اعلاميې ترمخه د اپوزيشن کميټې غړي اسد قيصر وئيلي چې د اپوزيشن نور اراکين د مقدماتو او بهر ملکونو لوجې اولني مذاکراتي عمل کېښ نۀ دي شامل شوي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې دواړو کميټو د خير سګالۍ اظهار کړې او د حکومت او اپوزيشن ترمينځ مذاکرات ئې يو اهم پيشرفت ګرځولې دې ،طمع ئې څرګند کړې چې پارليمنټ د مسائلو حلو کولو لپاره يو اهم فورم دې ۔
اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شويچ ې دواړو کميټيانو دا طمع هم څرګند کړې چې راتلونکي اجلاس به په دوئمه جنورۍ کيږي او دې دوئم دور کښې به اپويشن مشران خپل مطالبات او شرائط وړاندې کوي ۔
د مذاکراتو اولني دور ته خپله وينا کښې د حکومتي ټيم مشر سپيکر ايازصادق وئيلي چې مسائل د مذاکراتو د لارې حل کولو لپاره د وزيراعظم کوششونه د ستائنې وړ دي ،حکومت نيک نيتۍ سره اپوزيشن ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده ۔
اياز صادق اووئيل چې خبرو اترو او مکالمے په ذريعه د مسئلو حل راويستې کيديشي، دواړو کميټيانو ته به کولاؤ زړه سره مذاکراتو کښې برخه اخستل وي ۔