خيبر پختونخوا ملاکنډ ډويژن په غرونو ،وادي ناران و کاغان او ملکه کوهسار مري په غرونو واوره شوي چي ورسره موسم يخ شوے ۔ بلخوا خيبر پختونخوا زياتره سيمو ، شمال مشرقي مشرقي پنجاب ، اسلام آباد ، کشمير او ګلګت بلتستان کښي تيز باران شوے ، محکمه موسميات راتلونکي شواروز دوران دغه علاقو کښي د نور باران امکان ښودلے ولي د ملک زياتره سيمو کښي د وچ موسم پيش ګوئي شوي.
خيبر پختونخوا ، شمال مشرقي پنجاب ، اسلام آباد ، ګلګت بلتستان او کشمير کښي باران شوے ، په ځينو علاقو کښي د تيز باران سره په غريزه سيمو کښي واوره هم شوي چي ورسره موسم يخ شوے ۔
خيبر پختونخوا ملاکنډ او هزاره ډويژن په غريزه علاقو او مري کښي واوره شوي ، کاغان ،ناران او مري کښي د زياتي واوري کيدو لوجي سيل ګرو ته په احتياطي تدابيرو عمل کولو هدايات جاري شوي ۔
اسلام آباد او پنډي کښي زيات باران شوے ، سر ښار اسلام آباد کښي د بجلي نظام متاثره شوے او په څلويښت فيډرز د فالټ او ټريپنګ سره مخ شوي وو، پنډي مخلتفو مصروفه ځايونو کښي اوبه جمع شوي وي ، واسا عملي د نشيبي علاقو نه اوبه ويستي دي ۔
بلخوا محکمه موسميات راتلونکي شواروز دوارن خيبر پختونخوا ، شمال مشرقي پنجاب ، اسلام آباد ، ګلګت بلتستان او کشمير کښي د نور بارانونو امکان څرګند کړے ۔