د مردان یونائیټډ ورکرز یونین د خپلو غوښتنو په حق کښې یو ناشنا احتجاج کښې د ښار په سړکونو او کوڅو کښې د ګندګۍ ڈھیرونه اچولي دي، مزدورانو د مردان پریس کلب مخې ته هم احتجاجي مظاهره کړې او سړک ئي د ټریفک لپاره بند کړي د مظاهره چيانو مشري د لوکل گورنمنټ ايمپلائز فيډريشن صوبائي جنرل سيکرټري سليمان هوتي او د يونائيټډ ورکرز يونين صدر اختر منير کوله.
د احتجاج په موقع د پريس کلب مخې ته یو شمیر متاثره ملازمينو د يونين چارواکو وينا وه چي د صوبائي حکومت په ملګرتيا د ډبليو ايس ايس سي ايم کمپنۍ جوړيدو راهسې ملازمين د سختو مشکلاتو سره مخ دي د تنخواګانو د کمولو لړۍ په داسې حال کې روانه ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملازمینو د تنخواګاني د سو مياشتو راهسي د سست روۍ خکار ده، دوي زياته کړي چې دغه کمپني د مردان خلکو ته د مختلفو خدماتو د ورکولو په بدل کې په لکونو روپۍ اخستې دي خو په خپله دغه کمپني ظلم کوي، د انتظاميې لخوا لا هم دغه ملازمينو ته تنخواګانې نه ورکول کيږي چې له امله يې زموږ کارمندان د دوکاندارانو قرضدار شوي او ماشومان يې اوس سکولونو ته نه شي تلی، که زموږ د غریب ملازمینو د مياشتنۍ تنخواګانې پر وخت ورنه کړل شي، نو ډیر زر به عوامي خدمات بند شي.