د سوات سر ښار مينګوري په سيمه قمبر کښي د څلور کلني ماشومي مړے د ګاونډيانو د کنوي نه برآمد کړے شوې دې،ماشومه تير څلورو ورځو نه بے درکه شوي وه
قمبر سيمه کښي څلور کلنه زوحا په پنځيشتم ستمبر بے درکه شوي وه او پلار ئي رپورټ هم درج کړے وو، تيره شپه پوليسو سره د ريسکيو ټيم په قمبر کښي کارروائي اوکړه او د ګاونډيانو د کور د کنوي نه ئي ماشومي مړے برآمد کړو۔
په دي اړه سوات پريس کلب کښي خبري کانفرنس ته خپله وينا کښي ډي پي او سوات شفيع الله ګنډا پور اوئيل چيچي د ماشومي پلار په پنځيشتم ستمبر په رحيم آباد تهانه کښي رپورټ درج کړے وو چي لور مي بے درکه شوي،
پوليسو کارروائي شروع کړه او په څلور ورځو کښي دننه ئي د ماشومي پته اولګوله،
ګاونډيانو کره يو زنانه او د هغي دوه رونړه شامل دي هغوي دغه ماشومه پټه کړي وه
قتل کړي ئي وه او بيا ئي کنوي ته غوځاره کڑی وہ، ډي پی او سوات وائی چي مزيد تحقيقيات روان دي او ملزمان ګرفتار کړے شوي، د ماشومي ميډيکل ټيسټ راتلو ورستو به پته اولګي چي د ماشومي مرګ د څه وجي نه شوې دې، په دي موقع ايس پي لوئر سوات غلام صادق خان، ايس پي بادشاه حضرت، ډي ايس پي امجد خان او ايس ايچ او حبيب سيد هم موجود وو