سعودي عرب کښې د سختي ګرمۍ لهر جاري دے، دوران حج دهيټ ويولوجي يو زره يو اتيا حاجيان په حق رسيدلي دي، دي کښې شپږ سوه پوري مصري وګړي ښودلے کيږي، په حق رسيدلي حجاج کرام کښې پنځه ديرش پاکستاني عازمين هم شامل دي، عرب ميډيا رپورټ مطابق د حج دوران درجه حرارت د يو پنځوس ډګري سنټي ګريډ نه سيوا ريکارډ شوي، بلخوا سعودي سفارت خانه وائي چي روان کال د حج دوران مړي شوي عازمينو اکثريت سره د حج کولو اجازت نامه نه وه، بلخوا وزيراعظم شهبازشريف هم په دغه پيښو د افسوس اظهار کړيدے او لواحيقنو سره ئي غمرازي کړيده.
نيوز رپورټس مطابق سعودي عرب کښي ګرمۍ شدت اختيار کړيدے، چي له وجي ئي شپږ سوه مصري وګړو پشمول
يو زر يو اتيا حجاج کرام په حق رسيدلي دي، پاکستان وزارت مذهبي امور تصديق کړے چي په دغه مړه شوي حجاج کرام کښې پنځه ديرش پاکستانيان هم شامل دي، ډي جي پاکستان حج مشن مطابق شل پاکستاني په مکه کښې، شپږ مدينه کښې، څلور مني کښې ، دري عرفات کښې او دوه مزدلفه کښې په حق رسيدلي دي،
بلخوا سعودي سفارت خانه وائي چي روان کال د حج دوران مړي شوي عازمينو کښې اکثريت سره د حج کولو اجازت نامه نه وه
عرب ميډيا رپورټس ترمخه د ګرمي له وجي مړه شوي نور کسانو تعلق د بهارت، انډونيشيا، ايران، سينيګال، تيونس او عراق سره دے،
وزيراعظم شهبازشريف د حج دوران دغه پيښو باندي د افسوس اظهار کړے او لواحيقنو لپاره ئي د صبر دعا کړيده، وزيراعظم د پاکستاني وګړو په فوري توګه ملک ته راوړو هدايت هم کړيدي