د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د انکار نه پس وفاقي حکومت بلټ پروف ګاډي بلوچستان ته ورکولو فيصله کړې، وفاقي وزيرداخله محسن نقوي دپښتونخوا حکومت لخوا واپس کړې شوي ګاډي بلوچستان ته ورکولو اعلان کړې،دخيبرپښتونخوا حکومت دا ګاډي اخستو نه انکار کړې وو او وئيلي وو چې د دې ګاډو حالت خراب دي ۔
خيبرپختونخوا پوليس ته د وفاقې حکومت لخوا ورکړې شوي بلټ پروف ګاډي اخستو نه وزيراعلیٰ سهيل آفريدي انکار کړې او وئيلي دي چې د دې ګاډو حالت ډير خراب دې ۔
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وفاقي وزيرداخله محسن نقوي وئيلي چې دا ګاډې خو وزيران او اعلیٰ سيکورټي افسران استعمالوي ۔
د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د انکار نه پس داخله وزير اعلان کړې چې واپس کړې شوي ګاډي به بلوچستان ته ورکولې شي ۔
بلخوا دې ګاډو ترلاسه کولو لپاره د بلوچستان وزيراعلیٰ سرفراز بګټي په سوشل ميډيا وفاقي وزيرداخله ته درخواست کړې وو، چي د پښتونخوا لطرفه واپس کړې شوي بلټ پروف ګاډې دې بلوچستا ن ته ورکړې شي ۔