د افغان مهاجرينو رجسټريشن کارډ يعني پي او آر مدت کښې شپږ مياشتي توسيع ورکړے شوي، نګران وفاقي کابيني د سرکوليشن په ذريعه سمري منظور کړي، د افغان کډوالو رجسټريشن کارډ مدت به اوس په يوديرشم دسمبر ختميږي.
نګران حکومت د جسټرډ افغان مهاجرينو پي او آر کارډ مدت کښې شپږ مياشتو توسيع ورکړيده، وفاقي کابيني د سرکوليشن په ذريعه سمري منظور کړيده، پي او آر کښې توسيع اطلاق به رجسټرډ افغان مهاجرينو او د هغوي په خاندان باندي کيږي،
وزارت خارجه او داخله پي او آر مدت سيوا کولو سفارش کړے وو، سرچيني وائي چي ملټري آپريشنز ډائريکټويټ پي او آر مدت کښي يوديرشم دسمبر پوري توسيع تجويز ورکړے
پي او آر مدت روان کال په ديرشم جون باندي ختم شوي وو، اوس د شپږ مياشتو توسيع سره دغه مدت يوديرشم دسمبر پوري غزيدلے ،
دا وخت په پاکستان کښې د رجسټر افغان کډوالو شميره ديارلس لکه نه سيوا ده