اسلام آباد:شنګهائي تعاون تنظيم سرمشريزه غونډه د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې سرته رسيدلې ده ،وزير اعظم غير ملکي ميلمنو کانفرنس ته په رارسيدو تود هرکلې کړې،پاکستان په وړومبې ځل د دې سربراهي اجلاس کوربه توب کړيدې ۔
ايس سي او سربراهي اجلاس کښې د وزيراعظم شهباز شريف د تنظيم د ټولو ممبرانو سربراهانو او نمائندګانو هرکلې کړېدے ۔
وزيراعظم شهباز شريف خپل خطاب کښې وئيلي چې د دې اجلاس کوربه توب کول د پاکستان لپاره لوئې اعزاز دے۔
وزيراعظم اجلاس ته وينا په وخت مستحکم افغانستان د سيمې امن او استحکام لپاره ضروري ګرځولې او وئيلي چې د افغانستان خاوره د هيڅ ملک خلاف استعماليدل نه دي پکار ۔ دا به اودرول وي، ځکه چې مونږ منطقه کښې امن غواړو۔
وزيراعظم شهباز شريف اووئيل چې ايس سي او اجلاس به غړي ملکونو تعلقاتو ښه کولو لپاره مو قع ورکوي ، مونږ ته د خلقو د ژوند معيار ښه کول او سهولتونه ورکول دي ۔
هغه اووئيل چې معاشي پرمختګ ، استحکام او خوشحالۍ لپاره په شريکه کار کول دي ۔ د ايس سي او ملکونو آبادي څلويښت فيصد ده ، د غونډې نتائج به د سيمي لپاره ډير ګته ور وي ۔
وزيراعظم اووئيل چې په نړيوال کچ بدلون وينو ، موجوده حالات د اجتماعي کوششونو تقاضه کوي ، پاکستان د علاقائي پر مختګ ، استحکام او رابطو زياتولو لپاره پر عزم دے ۔
اجلاس کښې د چين،روس، قازقستان، بيلاروس، تاجکستان، کرغزستان،ازبکستان وزرائے اعظم،د ايران وزيرمعدنيات ،بهارتي خارجه وزير،د ايس سي او سيکرټري جنرل،د ترکيه، سعودي عرب ، يو اے اي پشمول د تنظيم څوارلس ډائيلاګ پارټنران او د مختلف ملکونو او تنظيمونو وفود شرکت کړېدې ۔
دمنګوليا وزيراعظم او د ترکمانستان خارجه وزير د خصوصي ميلمنو په حيث اجلاس کښې شريک وو ۔