اليکشن کميشن د ډپټي کمشنر اسلام آباد ،،او آئي جي اسلام آباد پو ليس،، د خپلو عهدو نه لرې کولو احکامات جاري کړي دي،ذرائع ترمخه سيکرټري اليکشن کميشن ،،د دوانړو افسرانو تبادلو پحقله سيکرټري اسټبلشمنت ته مراسله ليږلے ده.
ملک کښې د راتلونکي عام انتخاباتو لپاره تياريانې روانې دي،صاف او شفاف اليکشن انعقاد لپاره اليکشن کميشن د ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن ،او انسپکټر جنرل اسلام آباد پو ليس ناصر اکبر خان ، د خپلو عهدو نه لرې کولو احکامات جاري کړي دي، ذرائع ترمخه سيکرټري اليکشن کميشن عمر حامد خان د دوانړو افسرانو د تبادلو پحقله سيکرټري اسټبلشمنټ ته مراسله ليږلے ده