د بلوچستان نګران وزير اطلاعات جان اچکزئۍ وئيلي دي چي د افغانستان حکومت دي خپل تيز بيانونه بند کړي ۔ مونږ د غير قانوني ميشته کډوالو ټهيکا نه ده اغستي هغه اوئيل چي د غير قانوني ميشته مهاجر نه پس به اوس رجسټرډ مهاجر هم افغانستان ته ليږلي شي ۔ او وزيراعظم هم واضح کړي ده چي غير قانوني ميشته خلق دي افغانستان ته حواله کړے شي.
کراچۍ کښې پريس کانفرنس په وخت د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير اوئيل چي مونږ په ډير اهمه مسله خبري کوؤ ۔ مونږ هر قسمه ترهګري د جړي ختمول غواړو ،جان اچکزئۍ اوئيل چي هره مياشت دوه سوه کسان په حملو کښي شهيدان کيږي ۔ دا به نور نه شي برداشت کولے ۔ جان اچکزئۍ اوئيل چي دا وخت اتيا زره تاريکن وطن پاکستان نه تلي دي او په هره دوئيمه ورځ اته سوه غير قانوني ميشته افغانيان خپل وطن ته واپس ځي ۔ هغه اوئيل چي بلوچستان کښې يو زر تاريکين وطن په حراست کښي اغستي شوي دي او خپل وطن ته واپس لېږل شوي دي ۔ جان اچکزئۍ دا هم اوئيل چي زمونږ مهم د غير قانوني ميشته تاريکين وطن خلاف دے او ده دي خلاف به دا مهم هم داسي جاري ساتي