لوئر کرمه کښې د مسافرو د ګاډو په قافله حمله کښې د لوئې ځاني زيان وروستو مختلفو سيمو کښې د مخالف فريقينو ترمينځ نښتو نور زور نيولې دې ۔
د کرمې ډپټي کمشنر جاويد محسود مطابق بګن سيمه کښې د لښکر لخوا کورونو ، دکانونو او پيټرول پمپونو ته اوور لګولې شوې دې ۔
د پوليس سرچينو ترمخه بګن بازار کښې د فريقينو ترمينځ سختې نښتې شوې ۔ دې نه علاوه مقبل ، کنج عليزئي ، د صدې خار کلي او بالش خيل کښې هم د نښتو اطلاعات مخې ته راغلي او په سوشل ميډيا ئې ويډيو هم وائر شوي ۔
مقامي ذرائعو مطابق تازه نښتو کښي اتلس پورې کسان پحق رسيدلي او ديرش پورې ژوبل شويدي ۔
مقامي خلقو خېبر نيوز ته وئيلي چې مسافرو قافلې حمله کښي پحق رسيدلو تدفين نه وروستو عليزئي نه د لشکر کشۍ آغاز شوې وو او د لوئر کرم څلور ځايونو کښې نښتي شوي ، د فريقينو ترمينځ د درنه وسله استعماليږي ۔